سورت الحديد، آیت 13

57:13

يَوۡمَ يَقُولُ ٱلۡمُنَٰفِقُونَ وَٱلۡمُنَٰفِقَٰتُ لِلَّذِينَ ءَامَنُواْ ٱنظُرُونَا نَقۡتَبِسۡ مِن نُّورِكُمۡ قِيلَ ٱرۡجِعُواْ وَرَآءَكُمۡ فَٱلۡتَمِسُواْ نُورٗاۖ فَضُرِبَ بَيۡنَهُم بِسُورٖ لَّهُۥ بَابُۢ بَاطِنُهُۥ فِيهِ ٱلرَّحۡمَةُ وَظَٰهِرُهُۥ مِن قِبَلِهِ ٱلۡعَذَابُ ١٣

57-13 (اى نبي! ته) هغه ورځ (یاده كړه) چې منافق سړي اومنافقې ښځې به ایمان داره كسانو ته وايي: مونږ ته وګورئ (انتظار وكړئ) چې ستاسو له رڼا نه رڼا واخلو (، نو) دوى ته به وویل شي چې خپلې شا ته وګرځئ، نو (هلته) رڼا ولټوئ، نو د دوى په مینځ كې به یو داسې دېوال وواهه شي چې د هغه به دروازه (هم) وي، د دغه (دېوال) دننه طرف، په هغه كې به رحمت وي او د دغه (دېوال) د باندې طرف، له دغه جانبه به عذاب وي

تفسیر

په کومه ورځ چې منافقان او منافقانې هغو کسانو ته ووايي چې ايمان يې راوړی: موږ ته انتظار وکړئ په دې هيله چې له تاسو لږ رڼا ترلاسه کړو چې د پول په پورېوتلو کې مو مرسته وکړي، او منافقانو ته به پر هغوی د ملنډو په ډول وويل شي: شاته مو وګرځئ، بيا رڼا ولټوئ چې رڼايي ترې ترلاسه کړئ، بيا به يې ترمنځ دېوال ووهل شي، دغه دېوال لره به دروازه وي، د هغې دروازې شاته چې مؤمنان نېږدې وي رحمت به وي پکې او مخې ته يې چې منافقان نېږدې وي عذاب به وي پکې.