سورت الحديد، آیت 1

57:1

سَبَّحَ لِلَّهِ مَا فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِۖ وَهُوَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلۡحَكِيمُ ١

57-1 د الله پاكي بیانوي هر هغه شى چې په اسمانونو او ځمكه كې دى او هم دى ښه غالب، ډېر حكمت والا دى

تفسیر

د الله پاکي او سپېڅتلتيا بيانوي څه مخلوقات چې په آسمانونو او ځمکه کې دي، او هغه داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسي کېدلای، په مخلوق او تقدير کې يې حکمت والا دی.