سورت الفيل، آیت 1

105:1

أَلَمۡ تَرَ كَيۡفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِأَصۡحَٰبِ ٱلۡفِيلِ ١

105-1 ایا ته نه يې خبر شوى چې ستا رب له فیل والاو سره څنګه كار كړى و؟

تفسیر

اې رسوله! ايا خبر نه يې چې پالونکي دې پر ابرهه، د هغه پر ملګرو او د فيل پر څښتنانو څه وکړل کله چې هغوی د کعبې ورانول غوښتل.