سورت الفتح، آیت 28

48:28

هُوَ ٱلَّذِيٓ أَرۡسَلَ رَسُولَهُۥ بِٱلۡهُدَىٰ وَدِينِ ٱلۡحَقِّ لِيُظۡهِرَهُۥ عَلَى ٱلدِّينِ كُلِّهِۦۚ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ شَهِيدٗا ٢٨

48-28 دى همغه ذات دى چې خپل رسول يې په هدایت او حق دین سره رالېږلى دى، د دې لپاره چې هغه (الله) دغه (دین) په ټولو دینونو باندې غالب كړي او هم الله كافي دى ښه ګواه

تفسیر

الله همغه ذات دی چې خپل رسول محمد صلی الله عليه وسلم يې له څرګند بيان او داسې حق دين سره لېږلی چې هغه د اسلام دين دی، ترڅو يې پر نورو ټولومخالفو دينونو لوړ کړي، او پرته له شکه الله پر دې شاهدي ورکړې او الله د شاهد په توګه بسنه کوي.