سورت الفتح، آیت 20

48:20

وَعَدَكُمُ ٱللَّهُ مَغَانِمَ كَثِيرَةٗ تَأۡخُذُونَهَا فَعَجَّلَ لَكُمۡ هَٰذِهِۦ وَكَفَّ أَيۡدِيَ ٱلنَّاسِ عَنكُمۡ وَلِتَكُونَ ءَايَةٗ لِّلۡمُؤۡمِنِينَ وَيَهۡدِيَكُمۡ صِرَٰطٗا مُّسۡتَقِيمٗا ٢٠

48-20 الله له تاسو سره د ډېرو غنیموتونو وعده كړې ده چې تاسو به هغه واخلئ، پس دا (غنیمت) يې تاسو ته ژر دركړ او د خلقو لاسونه يې له تاسو نه بند كړل او د دې لپاره چې دا (كار) د مومنانو لپاره یو نښه شي او د دې لپاره چې هغه تاسو ته نېغه لار وښیي

تفسیر

ای مؤمنانو! الله له تاسو سره د ډېرو ولجو ژمنه کړې چې په راتلونکي کې يې په اسلامي فتحو(برياوو) کې ترلاسه کړئ، د خيبر ولجې يې په بيړه درکړې، د يهودانو لاسونه يې منع کړل کله چې هغوی غوښتل چې له تاسو وروسته ستاسو عيال ته ورسيږي، او دا د دې لپاره چې دغه بېړنۍ ولجې د الله له لوري ستاسو د مرستې او تاييد نښانه وي، او الله داسې نېغه لار درته ښيي چې هيڅ کوږوالی پکې نشته.