۞ لَّقَدۡ رَضِيَ ٱللَّهُ عَنِ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ إِذۡ يُبَايِعُونَكَ تَحۡتَ ٱلشَّجَرَةِ فَعَلِمَ مَا فِي قُلُوبِهِمۡ فَأَنزَلَ ٱلسَّكِينَةَ عَلَيۡهِمۡ وَأَثَٰبَهُمۡ فَتۡحٗا قَرِيبٗا ١٨
48-18 یقینًا یقینًا الله له مومنانو نه راضي شو كله چې دوى له تا سره د ونې لاندې بيعت كاوه، پس ده ته هغه څه معلوم وو چې د دوى په زړونو كې وو، بیا هغه په دوى اطمینان نازل كړ او دوى ته يې په عوض كې نژدې برى وركړ
تفسیر
پرته له شکه الله له مؤمنانو راضي شو په داسې حال کې چې هغوی په حديبيه کې تر ونې لاندې ستا سره د رضوان بيعت کولو، نو پر هغه څه پوه شو چې د هغوی په زړونو کې کوم ايمان، اخلاص او رېښتينولي وه، الله د هغوی پر زړونو ډاډ نازل کړ، او پر دغه يې د نېږدې بريا بدله ورکړه چې هغه د خيبر فتحه ده، دا د هغه څه په بدل کې چې هغوی مکې ته له ننوتلو پاتې شوي وو.