سورت البروج، آیت 1

85:1

وَٱلسَّمَآءِ ذَاتِ ٱلۡبُرُوجِ ١

85-1 قسم دى په اسمان چې خاوند د برجونو دى

تفسیر

الله پر داسې اسمان لوړه وکړه چې د لمر، سپوږمۍ او نورو شيانو پر منزلو مشتمل دی.