وَإِذۡ أَخَذۡنَا مِيثَٰقَ بَنِيٓ إِسۡرَٰٓءِيلَ لَا تَعۡبُدُونَ إِلَّا ٱللَّهَ وَبِٱلۡوَٰلِدَيۡنِ إِحۡسَانٗا وَذِي ٱلۡقُرۡبَىٰ وَٱلۡيَتَٰمَىٰ وَٱلۡمَسَٰكِينِ وَقُولُواْ لِلنَّاسِ حُسۡنٗا وَأَقِيمُواْ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتُواْ ٱلزَّكَوٰةَ ثُمَّ تَوَلَّيۡتُمۡ إِلَّا قَلِيلٗا مِّنكُمۡ وَأَنتُم مُّعۡرِضُونَ ٨٣
2-83او كله چې مونږ د بني اسرائيلو (نه) پخه وعده واخيسته چې عبادت به يواځې او يواځې د الله كوئ، او له مور و پلار سره به ښېګړه كوئ او له خپلوانو او يتيمانو او مسكينانو سره (به هم ښېګړه كوئ) او خلقو ته ښايسته خبرې كوئ، او لمونځ قايموئ او زكات وركوئ، بيا تاسو (له خپلې وعدې نه) وګرځېدئ مګر ډېر لږ كسان (ونه ګرځېدل) او تاسو مخ ګرځونكي يئ
تفسیر
اې بني اسرائيلو هغه ټینګه ژمنه در په ياد کړئ چې له تاسو مو واخېستله، چې الله به يو بولئ او له هغه سره به د هيچا عبادت نه کوئ او دا چې له مور اوپلار، خپلوانو، يتيمانو، اړمنو او بې وزلو سره به ښه کوئ او خلکو ته به پرته له توندۍ او سختۍ د نېکۍ د امر کولو او له ناروا د راګرځولو سره ښې خبرې کوئ او په هغه ډول به لمونځ کوئ چې امر مې درته کړی او د زړه په خوښه به وړخلکو ته زکات ورکوئ، بيا له دغې ژمنې وروسته چې درڅخه اخېستل شوې وه، تاسو پر هغې له درېدلو وګرځېدلاست، مګر هغه څوک چې الله له تاسو څخه ساتلي وو؛ نو هغه د الله په ژمنه او تړون وفا وکړه.