۞ وَإِذِ ٱسۡتَسۡقَىٰ مُوسَىٰ لِقَوۡمِهِۦ فَقُلۡنَا ٱضۡرِب بِّعَصَاكَ ٱلۡحَجَرَۖ فَٱنفَجَرَتۡ مِنۡهُ ٱثۡنَتَا عَشۡرَةَ عَيۡنٗاۖ قَدۡ عَلِمَ كُلُّ أُنَاسٖ مَّشۡرَبَهُمۡۖ كُلُواْ وَٱشۡرَبُواْ مِن رِّزۡقِ ٱللَّهِ وَلَا تَعۡثَوۡاْ فِي ٱلۡأَرۡضِ مُفۡسِدِينَ ٦٠
2-60او كله چې موسٰى د خپل قوم لپاره اوبه وغوښتې، نو مونږ وويل: په خپلې امسا سره تيږه (ګټه) ووهه، نو له هغې نه دُولس چينې جارې شوې، يقينًا ټولو خلقو خپل خپل ګودر (د څښاك ځاى) وپېژنده، د الله له رزق نه خورئ او څښئ، او په ځمكه كې له حده مه تېرېږئ، چې ورانى كوونكي اوسئ
تفسیر
او د الله تعالی له نعمتونو څخه یاد کړئ کله چې تاسو په تیه (دښته) کې وئ، او سختې تندې سره مخ شوې، نو موسی علیه السلام خپل ربه ته عاجزي وکړه او غوښتنه يې وکړه چې تاسې خړوبه کړي؛ نو مونږ ورته امر وکړ چې په خپله امسا باندې تېږه ووهي؛ نو کله چې یې ووهله له هغې (تېږې) څخه ستاسو د قبیلو په شمېر دولس چېنې وبهېدې، او اوبه یې روانې شوې او مونږ هرې قبیلې ته د هغې د څښاک ځانګړی ځای وروښود، څو د دوی تر منځ شخړه رانشي او ورته مو وویل: د الله تعالی د هغه روزي څخه چې تاسو ته یې له کوښښ او زیار څخه پرته رالېږلې، خورئ او څښئ، او پر ځمکه د فساد کولو هڅه مه کوئ.