سورت البقرة، آیت 253

2:253

۞ تِلۡكَ ٱلرُّسُلُ فَضَّلۡنَا بَعۡضَهُمۡ عَلَىٰ بَعۡضٖۘ مِّنۡهُم مَّن كَلَّمَ ٱللَّهُۖ وَرَفَعَ بَعۡضَهُمۡ دَرَجَٰتٖۚ وَءَاتَيۡنَا عِيسَى ٱبۡنَ مَرۡيَمَ ٱلۡبَيِّنَٰتِ وَأَيَّدۡنَٰهُ بِرُوحِ ٱلۡقُدُسِۗ وَلَوۡ شَآءَ ٱللَّهُ مَا ٱقۡتَتَلَ ٱلَّذِينَ مِنۢ بَعۡدِهِم مِّنۢ بَعۡدِ مَا جَآءَتۡهُمُ ٱلۡبَيِّنَٰتُ وَلَٰكِنِ ٱخۡتَلَفُواْ فَمِنۡهُم مَّنۡ ءَامَنَ وَمِنۡهُم مَّن كَفَرَۚ وَلَوۡ شَآءَ ٱللَّهُ مَا ٱقۡتَتَلُواْ وَلَٰكِنَّ ٱللَّهَ يَفۡعَلُ مَا يُرِيدُ ٢٥٣

2-253دا رسولان (دي)، مونږہ د دوى ځینې په ځینو نورو باندې غوره كړي دي، له دوى نه ځینې هغه دي چې الله ورسره خبرې كړې دي، او د دوى د بعضو يې درجې اوچتې كړي دي، او مونږه د مریمې زوى عیسٰی ته ښكاره معجزې وركړې دي، او مونږ هغه په روح القدس (پاك روح) سره قوي كړى دى، اوكه الله غوښتلى، (نو) هغه كسان به په خپلو كې نه وو جنګېدلي، چې له دغو (رسولانو) نه پس وو، له دې نه وروسته چې دوى ته څرګندې نښې راغلې، او لېكن دوى اختلاف وكړ، نو په دوى كې ځینې هغه دي؛ چې ایمان يې راوړ، او ځینې په دوى كې هغه دي؛ چې كافر شول، او كه الله غوښتلى، (نو) دوى به په خپلو كې نه وو جنګیدلي، او لېكن الله كوي هغه څه چې اراده يې وكړي

تفسیر

دا هغه پیغمبران دي چې مونږ یې تاته یادونه وکړه، مونږ غوره والی ورکړی ځینو د دوی ته پر ځینو نورو په وحې کولو او پر ډیرو پېروانو او په ډیرو درجو، ځینې په دوی کې هغه دي چې الله تعالی ورسره خبرې کړي لکه موسی-علیه السلام- او ځیني په دوی کې هغه دي چې الله تعالی اوچت کړي په ډیرو لوړو درجو لکه محمد -صلی الله علیه وسلم- ځکه چې الله تعالی د ټولو خلکو لپاره پیغمبر لیږلی دی، او نبوت ورباندې ختم شوی، او غوره والی ورکړ شوی د هغه امت لره په ټولو امتونو، او ورکړي مونږ عیسی زوی د مریم ته ډیرې معجزې چې هغه روښانه اوڅرګنده دلایل دي د هغه په نبوت، لکه د مړو ژوندي کول او د مور زاد ړوند او برګي ناروغۍ والا روغول، او مضبوط کړی و مونږ دې لره په جبریل علیه السلام- د دې لپاره چې د الله تعالی په امر یې کلک ودروي. که چېرته الله غوښتلی نو جنګ به نه وای کړی هغه کسانو چې له پېغمبرانو څخه وروسته راغلې وو، وروسته له دې چې ښکاره او واضحه آیاتونه ورته راغلې وو، لیکن هغوی اختلاف وکړ او ډلې شول؛ نو ځینو یې په الله ایمان راوړ او ځینو یې ورباندې کفر وکړ، که خامخا الله غوښتلی چې دوی دې جنګ ونه کړي نه به یې وای کړی، لیکن الله هغه څه کوي چې ویې غواړي. پس د ایمان هدایت کوي چا ته یې چې خوښه شي پخپل فضل او مهربانۍ سره، او ګمراه کوي چا ته یې چې خوښه شي پخپل عدل اوحکمت سره.