أُوْلَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ ٱشۡتَرَوُاْ ٱلضَّلَٰلَةَ بِٱلۡهُدَىٰ فَمَا رَبِحَت تِّجَٰرَتُهُمۡ وَمَا كَانُواْ مُهۡتَدِينَ ١٦
2-16دا هغه خلق دي چا چې د نېغې لارې په بدل كې ګمراهي اخيستې ده، نو د دوى سوداګرۍ هېڅ ګټه ونه كړه او دوى نېغه لار موندونكي نه وو،
تفسیر
پر دغو صفتونو یاد شوي منافقان هغه کسان دي چې ايمان يې پر کفر بدل کړی؛ نو سوداګري یې زيانمنه شوې، ځکه پرالله ايمان راوړل يې له لاسه ورکړي دي او هغوی حق ته لار موندونکي نه دي.