أَمۡ تَقُولُونَ إِنَّ إِبۡرَٰهِـۧمَ وَإِسۡمَٰعِيلَ وَإِسۡحَٰقَ وَيَعۡقُوبَ وَٱلۡأَسۡبَاطَ كَانُواْ هُودًا أَوۡ نَصَٰرَىٰۗ قُلۡ ءَأَنتُمۡ أَعۡلَمُ أَمِ ٱللَّهُۗ وَمَنۡ أَظۡلَمُ مِمَّن كَتَمَ شَهَٰدَةً عِندَهُۥ مِنَ ٱللَّهِۗ وَمَا ٱللَّهُ بِغَٰفِلٍ عَمَّا تَعۡمَلُونَ ١٤٠
2-140ايا تاسو (دا) وايئ چې بېشكه ابراهيم او اسمٰعيل او اسحٰق او يعقوب او (د هغه) اولاده يهوديان، يا نصرانيان وو؟ ته (دوى ته) ووايه: ايا تاسو ډېر پوه يئ، يا كه الله؟ او له هغه كس نه زيات ظالم څوك دى چې هغه ګواهي پټوي چې له ده سره د الله له جانبه ده؟ او الله ستاسو له عملونو نه كله هم غافل نه دى
تفسیر
اې کتابیانو! آیا تاسې وایئ چې بېشکه ابراهیم او اسماعیل او اسحاق او یعقوب علیهم السلام او نور پیغمبران چې د یعقوب علیه السلام له اولادې څخه وو ټول پر یهودیت یا عیسویت دین وو؟ ته ورته په ځواب کې ووایه -ای پېغمبره-: آیا تاسو ښه پوهېږئ که الله تعالی؟ پس که چېرې دوی دعوه وکړي چې مونږ د هغوی پر ملت یو، نو دروغ وایي؛ ځکه د دوی رالېږل او مړه کېدل د تورات او انجیل له نازلېدو څخه مخکې ؤ! نو له دې نه دا څرګندېږې چې دوی چې څه وايي، هغه پر الله رسول باندې دروغ تړل دي او دوی هغه حق پټ کړی کوم چې دوی ته نازل شوی، او له هغه چا بل ډېر ظالم نشته څوک چې د الله له لوري ور سپارل شوې شاهدي پټه کړي، لکه د کتابیانو د کړنو په څېر او الله تعالی ستاسو له کړنو نا خبره نه دی او زر دی چې تاسو ته به یې بدله درکړي.