وَمَن يَرۡغَبُ عَن مِّلَّةِ إِبۡرَٰهِـۧمَ إِلَّا مَن سَفِهَ نَفۡسَهُۥۚ وَلَقَدِ ٱصۡطَفَيۡنَٰهُ فِي ٱلدُّنۡيَاۖ وَإِنَّهُۥ فِي ٱلۡأٓخِرَةِ لَمِنَ ٱلصَّٰلِحِينَ ١٣٠
2-130او څوك دى چې د ابراهيم له ملت نه مخ اړوي، سِوا له هغه كس نه چې خپل ځان يې جاهل كړى وي او يقينًا يقينًا مونږه هغه (ابراهيم) په دنيا كې غوره كړى دى او بېشكه هغه په اخرت كې خامخا له صالحانو ځنې دى
تفسیر
او هیڅوک د ابراهیم علیه السلام له دین څخه بل دین ته نه ګرځي پرته له هغه چا چې د بې عقلۍ او بد تدبیر له امله یې پر خپل ځان تېری کړی وي او حق یې د ګمراهۍ لپاره پریښی وي، په ذلت خوښ وي، او بېشکه مونږ دی په دنیا کې خپل خلیل او پیغمبر نیولی ؤ، او یقینا هغه به په آخرت کې هرومرو له نیکانو څخه وي، هغه کسان چې څه پرې الله تعالی واجب کړي هغه یې تر سره کړي، نو لوړې درجې یې تر لاسه کړي.