سورت الأعراف، آیت 72

7:72

فَأَنجَيۡنَٰهُ وَٱلَّذِينَ مَعَهُۥ بِرَحۡمَةٖ مِّنَّا وَقَطَعۡنَا دَابِرَ ٱلَّذِينَ كَذَّبُواْ بِـَٔايَٰتِنَاۖ وَمَا كَانُواْ مُؤۡمِنِينَ ٧٢

7-72 نو مونږ هغه (هود) ته او هغو كسانو ته چې له ده سره يې ایمان راوړى و، په خپل رحمت سره نجات وركړ او د هغو كسانو جرړه (بېخ) مو غوڅه كړه چا چې زمونږ ایتونه دروغ ګڼلي وو او هغوى له سره مومنان نه وو

تفسیر

نو مونږ بچ کړ هود -علیه السلام- او هغه کسان چې د هغه سره ملګري وو د مومنانو نه په خپل رحمت او مهربانۍ سره، او بیخ کندي مو وکړله په هلاکت سره د هغو کسانو چې نسبت د دروغو کړی و زمونږ آیتونو ته، او هغوی مومنان نه وو، بلکې دروغجن ګڼوونکي وو، نو هغوی د عذاب مستحق شول.