قُلۡ مَنۡ حَرَّمَ زِينَةَ ٱللَّهِ ٱلَّتِيٓ أَخۡرَجَ لِعِبَادِهِۦ وَٱلطَّيِّبَٰتِ مِنَ ٱلرِّزۡقِۚ قُلۡ هِيَ لِلَّذِينَ ءَامَنُواْ فِي ٱلۡحَيَوٰةِ ٱلدُّنۡيَا خَالِصَةٗ يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِۗ كَذَٰلِكَ نُفَصِّلُ ٱلۡأٓيَٰتِ لِقَوۡمٖ يَعۡلَمُونَ ٣٢
7-32 ته ووایه: هغه زینت چا حرام كړى دى چې الله د خپلو بنده ګانو لپاره راوېستلى دى او له رزقه څخه پاكیزه شیان (چا حرام كړي دي؟) ته ووایه: دا (نعمتونه) په دنيايي ژوند كې د هغو كسانو لپاره دي چې ایمان يې راوړى دى، چې (د دوى لپاره به) د قیامت په ورځ بېخي خالص وي، همدارنګه مونږ ایتونه په تفصیل سره بیانوو د هغه قوم لپاره چې پوهېږي
تفسیر
ووایه -ای پیغمبره- په داسې حال کې چې رد کوې په مشرکانو هغوی چې حراموي هغه څه چې الله تعالی حلال کړي د لباسونو نه او حراموي پاک د خوراکونو نه او داسې نور: چا حرام کړي په تاسو باندې جامې هغه چې ستاسو لپاره ښایست دی؟ او څوک دی چې حرام کړي یې دي په تاسو باندې پاک شیان د خوراکونو او څښاک څخه او داسې نور د هغه څه نه چې الله تعالی تاسو ته درکړي؟ ووایه -ای پیغمبره-!: بیشکه دغه پاک (حلال) شیان د مومنانو لپاره دي د دنیا په زندګۍ کې، او اګر که نور خلک ورسره هم په دې دنیا کې شریک دي خو هغه به یواځې د دوی لپاره وي د قیامت په ورځ، چې کافران به ورسره په دې کې نه شریکیږي؛ ځکه چې جنت حرام دی په کافرانو باندې، د دې بیان په شان مونږ بیانوو آیتونه د هغه قوم لپاره چې پوهه لري؛ ځکه چې هم دوی هغه خلک دي چې فایده به پرې اخلي.