سورت الأعراف، آیت 172

7:172

وَإِذۡ أَخَذَ رَبُّكَ مِنۢ بَنِيٓ ءَادَمَ مِن ظُهُورِهِمۡ ذُرِّيَّتَهُمۡ وَأَشۡهَدَهُمۡ عَلَىٰٓ أَنفُسِهِمۡ أَلَسۡتُ بِرَبِّكُمۡۖ قَالُواْ بَلَىٰ شَهِدۡنَآۚ أَن تَقُولُواْ يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِ إِنَّا كُنَّا عَنۡ هَٰذَا غَٰفِلِينَ ١٧٢

7-172 او كله چې ستا رب د ادم له اولادې نه د هغو له شاګانو نه د هغوى اولاد راواخیست او دوى يې په خپلو ځانونو باندې ګواه جوړ كړل، (او ورته ويې ویل:) ایا زه ستاسو رب نه یم؟ دوى وویل: ولې نه! مونږ (د دې) ګواهي كوو، (دا د دې لپاره) چې تاسو د قیامت په ورځ و (نه) وایئ چې بېشكه مونږ له دې نه غافله وو

تفسیر

او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې راوویست رب ستا د شاګانو د بني ادمو نه د هغوی اولادونه، او د هغوی نه یې اقرار واخیست په خپل هغه ربوبیت چې د هغوی په فطرتونو کې یې ایښودلی دی د اقرار کولو نه په دې خبره چې دا د دوی خالق او پرورش کوونکی دی داسې یې ورته وویل: آیا زه ستاسو رب نه یم؟ دوی ټولو وویل: ولې نه ته زمونږ رب یې، الله تعالی وویل: مونږ په تاسو امتحان کړی او په تاسو مو لوظونه اخیستي تردې چې تاسو د قیامت په ورځ انکار ونه کړئ د الله تعالی د حجت نه په تاسو باندې، او داسې ووایئ:مونږ د دې په اړه معلومات نه درلودل.