قَالَ رَبِّ ٱغۡفِرۡ لِي وَلِأَخِي وَأَدۡخِلۡنَا فِي رَحۡمَتِكَۖ وَأَنتَ أَرۡحَمُ ٱلرَّٰحِمِينَ ١٥١
7-151 (موسٰی) وویل: اى زما ربه! ته ما ته بخښنه وكړه او زما ورور ته او مونږ په خپل رحمت كې داخل كړه او ته تر ټولو لوى مهربان يې
تفسیر
نو موسی -علیه السلام- د خپل رب څخه دعا وغوښتله: ای ربه زما! بخښنه وکړې ماته، او زما ورور هارون ته، او داخل کړې مونږ دواړه په خپل رحمت کې او وګرځوې ستا رحمت چې راګیر کړي مونږ لره د هر طرف نه، او ته چې یې -ای زمونږه ربه! ډیر مهربان یې پر مونږ باندې د هر یو رحم کوونکي نه.