سورت الأعراف، آیت 129

7:129

قَالُوٓاْ أُوذِينَا مِن قَبۡلِ أَن تَأۡتِيَنَا وَمِنۢ بَعۡدِ مَا جِئۡتَنَاۚ قَالَ عَسَىٰ رَبُّكُمۡ أَن يُهۡلِكَ عَدُوَّكُمۡ وَيَسۡتَخۡلِفَكُمۡ فِي ٱلۡأَرۡضِ فَيَنظُرَ كَيۡفَ تَعۡمَلُونَ ١٢٩

7-129 (بني اسرائیلو) وویل: مونږ ته تكلیف رسول شوى دى، مخكې له دې چې ته مونږ ته راشې او وروسته له دې چې ته مونږ ته راغلې. (موسٰی) وویل: امېد دى چې ستاسو رب به ستاسو دښمن هلاك كړي او تاسو به په ځمكه كې خلیفګان (ځاى ناستي) جوړ كړي، بیا به هغه ګوري چې تاسو څنګه عمل كوئ؟

تفسیر

له بني اسرائیلو څخه د موسی -علیه السلام- قوم هغه ته وویل: ای موسی!: بیشکه مونږ وړاندې ستا له راتګ څخه او وروسته لدې چې مونږ ته راغلې د فرعون له لورې زمونږ د اولادونو په وژلو او د مېرمنو په پریښودلو سره ازمایل شوي یو ، موسی -علیه السلام- ورته د نصیحت کولو پر مهال د اسانتیاوو زیرې ورکړ او داسې یې ورته وویل: کېدای شي رب مو فرعون دښمن او قوم یې هلاک کړي، او وروسته له هغوی څخه به تاسو ته به په زمکه کې ځواک درکړي، بیا به نو وګوري چې تاسو شکر باسئ او که ناشکري کوئ.