وَٱلَّذِينَ جَٰهَدُواْ فِينَا لَنَهۡدِيَنَّهُمۡ سُبُلَنَاۚ وَإِنَّ ٱللَّهَ لَمَعَ ٱلۡمُحۡسِنِينَ ٦٩
29-69 او هغه كسان چې په (دین) زمونږ كې كوشش كوي ( نو) مونږ به دوى ته خامخا ضرور خپلې لارې وښیو او بېشكه الله خامخا د نېكي كوونكو ملګرى دى
تفسیر
او هغه کسان چې زمونږ د خوښۍ په خاطر خپلو نفسونو سره جهاد کوي نو خامخا به هغوی ته نېغې لارې ته د رسېدو وس ورکړو، او بېشکه الله تعالی د نېکانو سره په مرسته او لارښوونه کې مل دی.