يَوۡمَ نَطۡوِي ٱلسَّمَآءَ كَطَيِّ ٱلسِّجِلِّ لِلۡكُتُبِۚ كَمَا بَدَأۡنَآ أَوَّلَ خَلۡقٖ نُّعِيدُهُۥۚ وَعۡدًا عَلَيۡنَآۚ إِنَّا كُنَّا فَٰعِلِينَ ١٠٤
21-104 (یاده كړه) هغه ورځ چې مونږ به اسمان راونغاړو په شان د كاغذ د رانغاړلو په لیكنې باندې، لكه څنګه چې مونږ د اول تخلیق ابتدا كړې ده، مونږ د هغه بیا اعاده كوو، دا زمونږ په ذمه وعده ده، بېشكه مونږ (دا كار) كوونكي یو
تفسیر
په هغه ورځ چې رانغاړو به مونږ اسمان په شان د رانغاړلو د صحېفې (کاغذ یا سند) په هغه لېکلو چې په دې کې وي، او راجمع به کړو ټول مخلوقات د دوی په هغه شکل چې دوی پرې اول ځل پیداشوي وو، وعده کړې مونږ په دې سره وعده داسې چې هیڅ وروستوالی پکې نشته، بېشکه مونږ کوونکي یو هغه څه لره چې مونږ پرې وعده کوو.