ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَلَمۡ يَلۡبِسُوٓاْ إِيمَٰنَهُم بِظُلۡمٍ أُوْلَٰٓئِكَ لَهُمُ ٱلۡأَمۡنُ وَهُم مُّهۡتَدُونَ ٨٢
6-82 هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او له خپل ایمان سره يې ظلم )شرك) نه دى ګډ كړى (، نو) دغه كسان دي چې د همدوى لپاره (له عذاب نه) امن (بچاو) دى او دغه كسان هدایت موندونكي دي
تفسیر
هغه کسان چې په الله تعالی یې ایمان راوړی، او د هغه د شرعې تابعداري یې کړې، او خپل ایمان یې په شرک سره ندی ګډوډ کړی، یوازې د دوی لپاره به وي امن او ژغورل د عذاب نه پرته له نورو خلکو، او دوی ته به توفیق ورکړل شوی وي، الله تعالی دوی ته د هدایت لارې طرف ته توفیق ورکړی.