قُلۡ أَنَدۡعُواْ مِن دُونِ ٱللَّهِ مَا لَا يَنفَعُنَا وَلَا يَضُرُّنَا وَنُرَدُّ عَلَىٰٓ أَعۡقَابِنَا بَعۡدَ إِذۡ هَدَىٰنَا ٱللَّهُ كَٱلَّذِي ٱسۡتَهۡوَتۡهُ ٱلشَّيَٰطِينُ فِي ٱلۡأَرۡضِ حَيۡرَانَ لَهُۥٓ أَصۡحَٰبٞ يَدۡعُونَهُۥٓ إِلَى ٱلۡهُدَى ٱئۡتِنَاۗ قُلۡ إِنَّ هُدَى ٱللَّهِ هُوَ ٱلۡهُدَىٰۖ وَأُمِرۡنَا لِنُسۡلِمَ لِرَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ ٧١
6-71 ته (ورته) ووایه: ایا مونږه له الله نه سوا د هغه شي عبادت وكړو چې مونږ ته هغه نه فايده رارسولى شي او نه مونږ ته ضرر رارسولى شي؟ او (ایا) مونږه بېرته په شا وګرځول شو وروسته له دې چې الله مونږ ته نېغه لار وښودله، د هغه كس په شان چې شیطانانو په ځمكه كې ژورې كندې ته بېولى وي، چې حیران وي، د هغه ملګري وي چې دى نېغې لارې ته رابلي، (چې) مونږ ته راشه، (اى نبي!) ته ووایه: بېشكه د الله هدایت، همغه اصل هدایت دى او مونږ ته حكم شوى دى چې د رب العلمین اطاعت كوونكي شو
تفسیر
ووایه -ای پیغمبره- دې مشرکینو ته: آیا زه بندګي وکړم پرته د الله تعالی نه د بوتانو چې د هیڅ فایدې رسولو واک نه لري چې فایده راته راورسوي او نه د ضرر رارسولو طاقت لري چې ضرر راته راورسوي، او واوړو مونږ د ایمان نه وروسته له هغه نه چې الله تعالی مونږ ته دایمان توفیق راکړی، نو مونږ به شو په شان د هغه چا چې ګمراه کړی وي ده لره شیطان، نو پریښودی یې وي ده لره حیران چې سمه لاره نشې پیداکولی، او د ده نور ملګري وي په سمه لار روان وي دا د حق طرف ته رابلي، خو دا د هغوی بلنه نه قبلوي؟ ته ورته ووایه -ای پیغمبره-: بیشکه هدایت د الله تعالی هماغه په ریښتیا هدایت دی، او بیشکه الله تعالی مونږ ته امر کړی چې مونږ هغه ته غاړه کیږدو پاک او اوچت ذات دی په لازمولو دیووالي د هغه او دعبادت د هغه یوازې، نو هغه پالونکی د ټولو مخلوقاتو دی.