سورت الأنعام، آیت 63

6:63

قُلۡ مَن يُنَجِّيكُم مِّن ظُلُمَٰتِ ٱلۡبَرِّ وَٱلۡبَحۡرِ تَدۡعُونَهُۥ تَضَرُّعٗا وَخُفۡيَةٗ لَّئِنۡ أَنجَىٰنَا مِنۡ هَٰذِهِۦ لَنَكُونَنَّ مِنَ ٱلشَّٰكِرِينَ ٦٣

6-63 ته (دوى ته) ووایه: تاسو ته د وچې او سمندر له تیارو نه څوك خلاصى دركوي، چې تاسو هغه بلئ په زارۍ سره او په پټه سره، (او وایئ) كه چېرې الله مونږ ته له دې (مصیبت) نه خلاصى راكړ (، نو) مونږ به خامخا ارومرو له شكر كوونكو څخه شو

تفسیر

ته ووایه -ای پیغمبره- دې مشرکانو ته: څوک دی چې خلاصوي تاسو او بچ کوی مو د هغو هلاکت ځایونو څخه چې تاسو ورسره مخامخ کیږي د وچې او د دریابونو په تیارو کې؟ تاسو رابلئ یواځې هغه لره عاجزي کوونکي یاست هغه ته په پټه او ښکاره کې: که چیرته مونږ بچ کړلو رب زمونږ د دې هلاکت د ځایونو نه نو شو به مونږ له شکر ویستونکو څخه د هغه د نعمتونو له امله پر مونږ باندې داسې چې مونږ به د هغه نه پرته د بل هیچا بندګي نه کوو.