قُلۡ أَرَءَيۡتَكُمۡ إِنۡ أَتَىٰكُمۡ عَذَابُ ٱللَّهِ بَغۡتَةً أَوۡ جَهۡرَةً هَلۡ يُهۡلَكُ إِلَّا ٱلۡقَوۡمُ ٱلظَّٰلِمُونَ ٤٧
6-47 ته ووایه: تاسو ما خبر كړئ كه چېرې پر تاسو باندې د الله عذاب ناڅاپه راشي، یا ښه ښكاره، (، نو) نه به شي هلاكولى مګر ظالمان خلق
تفسیر
ته دوی ته ووایه -ای پیغمبره-: خبر راکړئ ماته که چیرته راشي تاسو ته عذاب د الله تعالی ناڅاپه پغیر ستاسو د خبرولو نه په دې راتګ سره، او یا راشي تاسو ته ښکاره، نو شان دا دې چې نه به رانیول کیږي په دې عذاب سره مګر ظالمان د وجې د کفر کولو د دوی نه په الله تعالی باندې او په وجې د دروغجن ګڼلو د دوی پیغمبرانو لره.