قَدۡ خَسِرَ ٱلَّذِينَ كَذَّبُواْ بِلِقَآءِ ٱللَّهِۖ حَتَّىٰٓ إِذَا جَآءَتۡهُمُ ٱلسَّاعَةُ بَغۡتَةٗ قَالُواْ يَٰحَسۡرَتَنَا عَلَىٰ مَا فَرَّطۡنَا فِيهَا وَهُمۡ يَحۡمِلُونَ أَوۡزَارَهُمۡ عَلَىٰ ظُهُورِهِمۡۚ أَلَا سَآءَ مَا يَزِرُونَ ٣١
6-31 هغه كسان یقینًا تاوانیان شوي دي چې له الله سره ملاقات يې دروغ ګڼلى دى، تر دې چې كله دوى ته قیامت ناڅاپه راشي، دوى به وايي: هۍ افسوس! په هغې كوتاهۍ باندې چې مونږ د دې (قیامت) په باره كې كړې ده، او دوى به خپل پېټي په خپلو شاګانو پورته كوي، اګاه شئ! بد دى هغه شى چې دوى يې (بوج) پورته كوي
تفسیر
یقینا تاوان کې پریوتلي هغه کسان چې نسبت د دروغو یې کړی دوباره ژوندون ته د قیامت په ورځ او د الله تعالی مخې ته ودریدل یې ډیر لرې او نااشنا کڼلي، تر دې چې راغی دوی ته قیامت ناڅاپه پرته لدې چې مخکې ورته علم وي، وبه وایې دوی د زیاتې پښیمانتیا له وجې نه: های افسوس دی او برباد دي زمونږ امیدونه د دې وجې نه چې مونږ د الله تعالی په حق کې کوتاهي کړې وه د کفر کولو نه په هغه او د قیامت ورځې ته په تیاري نه کولو سره، او دوی به باروي خپل ګناهونه د دوی په شاګانو، خبردار! ډیر بد دي هغه چې دوی یې باروي د دې ګناهونو نه.