سورت الأنعام، آیت 3

6:3

وَهُوَ ٱللَّهُ فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَفِي ٱلۡأَرۡضِ يَعۡلَمُ سِرَّكُمۡ وَجَهۡرَكُمۡ وَيَعۡلَمُ مَا تَكۡسِبُونَ ٣

6-3 او په اسمانونو كې او په ځمكه كې همغه الله دى، هغه ستاسو پر پټو (حالاتو) او ستاسو پر ښكاره (حالاتو) پوهېږي او پوهېږي پر هغه څه چې تاسو يې كوئ

تفسیر

او هغه الله تعالی مستحق د عبادت دی په رښتیا سره په اسمانونو او ځمکه کې، نه پټیږي په هغه باندې هیڅ شی، نو هغه ذات پوهیږي په هغه څه چې تاسو یې پټوئ د نیتونو، ویناګانو او کارونو څخه، او پوهیږي په هغه چې تاسو یې ښکاره کوئ د دې نه، او خامخا به درله پرې بدله درکوي.