مَّن يُصۡرَفۡ عَنۡهُ يَوۡمَئِذٖ فَقَدۡ رَحِمَهُۥۚ وَذَٰلِكَ ٱلۡفَوۡزُ ٱلۡمُبِينُ ١٦
6-16 هغه څوك چې له هغه نه په دغې ورځ كې دغه (عذاب) واړول شو، نو یقینًا پر هغه يې رحم وكړ او همدا څرګنده كامیابي ده
تفسیر
د چا نه چې الله تعالی دغه عذاب د قیامت په ورځ لرې کړي، نو بیشکه دا کامیاب شو د الله تعالی په خاص رحمت باندې، او دا خلاصیدل د دې عذاب نه همدا ښکاره کامیابي ده چې هیڅ کامیابي ورسره نشي برابریدلی.