سورت الأنعام، آیت 107

6:107

وَلَوۡ شَآءَ ٱللَّهُ مَآ أَشۡرَكُواْۗ وَمَا جَعَلۡنَٰكَ عَلَيۡهِمۡ حَفِيظٗاۖ وَمَآ أَنتَ عَلَيۡهِم بِوَكِيلٖ ١٠٧

6-107 او كه چېرې الله غوښتلى (، نو) دوى به شرك نه و كړى او ته مونږ په دوى باندې ساتونكى (نګران) نه يې ګرځولى او نه ته يې په دوى باندې نګران

تفسیر

او که چیرته الله تعالی غوښتلي و چې هیڅ څوک دي د هغه سره شرک ونه کړي نو هیچا به ورسره هم شرک نه و کړی، او -ای پیغمبره- مونږ ته په هغوی باندې څوکۍ کوونکی (ذمه وار) نه یې ګرځولی چې د هغوی عملونه حسابوې، او د هغوی کار ساز هم نه یې، بلکې ته یو پیغمبر یې، او په تاباندې نشته مګر رسول (د حق).