يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِيُّ قُل لِّأَزۡوَٰجِكَ إِن كُنتُنَّ تُرِدۡنَ ٱلۡحَيَوٰةَ ٱلدُّنۡيَا وَزِينَتَهَا فَتَعَالَيۡنَ أُمَتِّعۡكُنَّ وَأُسَرِّحۡكُنَّ سَرَاحٗا جَمِيلٗا ٢٨
33-28 اى نبي! ته خپلو ښځو ته ووایه! كه تاسو يئ چې دنيايي ژوند او د ده زینت غواړئ، نو راشئ چې زه تاسو ته څه فايده درورسوم او تاسو خوشې (ازادې) كړم، ډېر ښه ازادول
تفسیر
ای پېغمبره، خپلو میرمنو ته ووایه کله چې له تا څخه په نفقه (روزۍ) کې پراختیا غواړي او تا سره څه نه وي چې ورته یې پراخه کړې: که چېرې تاسو د دنیا ژوند او د هغې ښایست غواړئ نو راشئ ماته چې هغه ګټه درکړم کومه چې طلاقو شوو ښځو ته ورکول کېږي، او داسې مو طلاقې کړم چې نه پکې زیان وي او نه ضرر رسونه.