وَقَالَ ٱلۡمَلِكُ إِنِّيٓ أَرَىٰ سَبۡعَ بَقَرَٰتٖ سِمَانٖ يَأۡكُلُهُنَّ سَبۡعٌ عِجَافٞ وَسَبۡعَ سُنۢبُلَٰتٍ خُضۡرٖ وَأُخَرَ يَابِسَٰتٖۖ يَٰٓأَيُّهَا ٱلۡمَلَأُ أَفۡتُونِي فِي رُءۡيَٰيَ إِن كُنتُمۡ لِلرُّءۡيَا تَعۡبُرُونَ ٤٣
12-43 او بادشاه وویل: بېشكه زه چې یم، زه اوه چاغې څربه غواګانې وینم، چې اوه خوارې غواګانې يې خوري او اوه شنه وږي او نور وچ (اوه وږي وینم) اى سردارانو! تاسو ما ته زما د خوب تعبیر ووایئ، كه چېرې تاسو د خوب تعبیر كولى شئ
تفسیر
پاچا وويل: ما په خوب کې اوه چاغ غويان وليدل چې اوه ډنګر غويان يې خوري، اوه شنه وږي مې وليدل او اوه وچ وږي، ای سردارانو او اشرافو زما د دغه خوب په تعبير مې خبر کړئ که چېرې تاسو د خوب په تعبير پوه وئ.