سورت يوسف، آیت 34

12:34

فَٱسۡتَجَابَ لَهُۥ رَبُّهُۥ فَصَرَفَ عَنۡهُ كَيۡدَهُنَّۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلۡعَلِيمُ ٣٤

12-34 نو خپل رب يې د ده دعا قبوله كړه، نو له ده نه يې د دوى مكر و فریب وګرځاوه، بېشكه هغه، هم هغه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى

تفسیر

الله د هغه دعا قبوله کړه، له هغه يې د عزيز د مېرمنې او د ښار د ښځو چل لرې کړ، بېشکه هغه سپېڅلی او لوړ دی، د يوسف د دعا او د هر دعا کوونکي د دعا ورېدونکی دی، د هغه پر حال او د نورو پر حال ښه پوه دی.