سورت يوسف، آیت 28

12:28

فَلَمَّا رَءَا قَمِيصَهُۥ قُدَّ مِن دُبُرٖ قَالَ إِنَّهُۥ مِن كَيۡدِكُنَّۖ إِنَّ كَيۡدَكُنَّ عَظِيمٞ ٢٨

12-28 نو كله چې هغه (عزیز) د ده كمیس ولیده چې له شا اړخ نه څیرې شوى دى، ويې ويل: بېشكه (اى ښځو) دا ستاسو له فریبونو څخه دى، بېشكه ستاسو فریب (او چل) ډېر لوى دى

تفسیر

کله چې عزيز وليدل چې د يوسف عليه السلام کميس د شا لخوا څيرې شوی دی، د يوسف عليه السلام رېښتينولي ثابته شوه، او ويې ويل: بېشکه دغه تور چې هغې پرې لګولی دی ای د ښځو ډلې ستاسو د چلونو له ډلې څخه دی، بېشکه ستاسو چل يو پياوړی چل دی.