سورت يونس، آیت 90

10:90

۞ وَجَٰوَزۡنَا بِبَنِيٓ إِسۡرَٰٓءِيلَ ٱلۡبَحۡرَ فَأَتۡبَعَهُمۡ فِرۡعَوۡنُ وَجُنُودُهُۥ بَغۡيٗا وَعَدۡوًاۖ حَتَّىٰٓ إِذَآ أَدۡرَكَهُ ٱلۡغَرَقُ قَالَ ءَامَنتُ أَنَّهُۥ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا ٱلَّذِيٓ ءَامَنَتۡ بِهِۦ بَنُوٓاْ إِسۡرَٰٓءِيلَ وَأَنَا۠ مِنَ ٱلۡمُسۡلِمِينَ ٩٠

10-90 اومونږه بني اسرائیل له سمندر نه پورې وېستل، نو فرعون او د هغه لښكر د ظلم او زیاتي كولو لپاره په دوى پسې شول، تر دې چې كله دى غرقېدو راونیوه (په ډوبېدو شو)، ده وویل: ما ایمان راوړ پر دې (خبره) چې یقینًا شان دا دى چې نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هغه ذات چې بني اسرائیلو پر هغه ایمان راوړى دى او زه له مسلمانانو څخه یم

تفسیر

د بنواسرائيلو لپاره مو له دريابه تېرېدل آسانه کړل وروسته له چاودلو يې تر دې چې هغوی خوندي ترې تېرشول، فرعون او د هغه لښکرې په ظلم او تيري ورپسې وو، تردې چې درياب پرې راغی، ډوب شو او له ژغورنې ناهيلی شو، ويې ويل: ايمان مې راوړی چې پر حقه معبود نشته مګر هغه ذات چې بني اسرائيلو پرې ايمان راوړی دی او زه هغه لره په پيروۍ له غاړې اېښودونکو څخه يم.