ٱلَّذِي جَعَلَ لَكُم مِّنَ ٱلشَّجَرِ ٱلۡأَخۡضَرِ نَارٗا فَإِذَآ أَنتُم مِّنۡهُ تُوقِدُونَ ٨٠
36-80 هغه ذات چې تاسو لپاره يې له شنې ونې نه اور پیدا كړى دى، نو ناڅاپه تاسو له دغې (شنې ونې) نه اور بلوئ
تفسیر
هغه ذات چې تاسو -ای خلکو- ته یې له شنې تازه ونې څخه اور ګرځولی چې تاسو یې ترې راوباسئ او یو دم ترې اور بلوئ، نو هغه څوک چې دوه مخالف شیان -دشنې ونې د اوبو لوندوالی، او په هغې کې بل شوی اور- یو ځای کړي د مړو په ژوندي کولو واکمن دی.