سورت يس، آیت 20

36:20

وَجَآءَ مِنۡ أَقۡصَا ٱلۡمَدِينَةِ رَجُلٞ يَسۡعَىٰ قَالَ يَٰقَوۡمِ ٱتَّبِعُواْ ٱلۡمُرۡسَلِينَ ٢٠

36-20 او د ښار تر ټولو لرې جانب نه یو سړى راغى، چې منډې يې وهلې، ويې ويل:اى زما قومه! تاسو د رسولانو پیروي وكړئ

تفسیر

او د کلي له لېرې ځايه يو سړی د خپل قوم له لوري د رسولانو د درواغ ګڼلو او په وژلو او آزارولو د هغوی د ګوت څنډنې له وېرې په منډه منډه راغی ويل يې: ای زما قومه! د هغه څه پيروي وکړئ چې دغه رسولان ورسره راغلي دي.