سورت طه، آیت 75

20:75

وَمَن يَأۡتِهِۦ مُؤۡمِنٗا قَدۡ عَمِلَ ٱلصَّٰلِحَٰتِ فَأُوْلَٰٓئِكَ لَهُمُ ٱلدَّرَجَٰتُ ٱلۡعُلَىٰ ٧٥

20-75 او هغه څوك چې ده ته په داسې حال كې راشي چې مومن وي، نېك عملونه يې كړي وي (،نو) د دوى لپاره ډېرې اوچتې درجې دي

تفسیر

او هغه څوک چې راشي خپل رب ته د قیامت په ورځ په داسې حال کې چې ایمان لري په هغه باندې او بېشکه کړي یې وي نیک عملونه، نو همدغه کسان چې دا لوی صفات لري یوازې دوی لره دي لوړې مرتبې، او اوچتې درجې.