وَأَلۡقِ مَا فِي يَمِينِكَ تَلۡقَفۡ مَا صَنَعُوٓاْۖ إِنَّمَا صَنَعُواْ كَيۡدُ سَٰحِرٖۖ وَلَا يُفۡلِحُ ٱلسَّاحِرُ حَيۡثُ أَتَىٰ ٦٩
20-69 او ته هغه (امسا) وغورځوه چې ستا په ښي لاس كې ده، چې هغه څه لواړ (ښوى) تېر كړي چې دغو جوړ كړي دي، بېشكه هغه شى چې دوى تیار كړى دى د جادوګر چل مكر دى، او جادوګر برى نه مومي هر چېرته چې راشي
تفسیر
او وغورځوه امسا دې هغه چې ستا په ښي لاس کې ده د دې نه به اژدها مار جوړ شي او روغ به تېر کړي ټول هغه جادو چې دوی جوړ کړی، نو دوی چې څه جوړ کړي نه دي دا مګر جادويي چل، او جادوګر سړی هیڅکله نشي کامیابېدلی په خپل مقصد کې هر چېرته چې وي.