سورت طه، آیت 42

20:42

ٱذۡهَبۡ أَنتَ وَأَخُوكَ بِـَٔايَٰتِي وَلَا تَنِيَا فِي ذِكۡرِي ٤٢

20-42 ته لاړ شه او ستا ورور دې هم، زما په معجزو سره او تاسو دواړه زما په ذكر (یاد) كې سستي مه كوئ

تفسیر

لاړ شه ته -ای موسی- او ورور ستا هارون، زمونږ په معجزاتو هغه چې دلالت کوونکي دي د الله تعالی په قدرت او یووالي د هغه، او تاسې کمزوري مه کوئ زما طرف ته په دعوت کولو کې، او زما په ذکر کولو (یادولو) کې.