سورت طه، آیت 131

20:131

وَلَا تَمُدَّنَّ عَيۡنَيۡكَ إِلَىٰ مَا مَتَّعۡنَا بِهِۦٓ أَزۡوَٰجٗا مِّنۡهُمۡ زَهۡرَةَ ٱلۡحَيَوٰةِ ٱلدُّنۡيَا لِنَفۡتِنَهُمۡ فِيهِۚ وَرِزۡقُ رَبِّكَ خَيۡرٞ وَأَبۡقَىٰ ١٣١

20-131 او ته خپلې سترګې هرګز مه اوږدوه هغه څیز ته چې مونږ په هغه سره دغو ته نفع وركړې ده چې قسما قسم څیزونه دي د دنيايي ژوند ښايست، د دې لپاره چې مونږ دغه (كفار) په دې كې وازمایو او ستا د رب رزق ډېر غوره او ډېر باقي پاتې كېدونكى دى

تفسیر

او ته مه ګوره هغو شیانو ته چې مونږ فایده ورکړي ده د دروغو نسبت کوونکو بېلابېلو خلکو ته تر څو د ژوند له ښایست نه خوند واخلي، دا د دې لپاره چې مونږ دوی امتحان کړو، نو بېشکه مونږ چې دوی ته څه ورکړي د دې دنیا نه دا ختمېدونکي دي، او ثواب د رب ستا هغه چې تا سره یې پرې وعده کړې تر دې چې ته پرې راضي شي ډیر غوره او تل پاتې دی د هغو شیانو نه چې دوی ته یې په دنیا کې ورکړي د ختمېدونکو خوندونو او مزو نه؛ ځکه چې هغه نه ختمېدونکی دی.