سورت ص، آیت 72

38:72

فَإِذَا سَوَّيۡتُهُۥ وَنَفَخۡتُ فِيهِ مِن رُّوحِي فَقَعُواْ لَهُۥ سَٰجِدِينَ ٧٢

38-72 نو كله چې زه هغه برابر كړم او په هغه كې له خپل (پيدا كړي) روح نه پو كړم، نو تاسو هغه ته پرېوځئ، چې سجده كوونكي یئ

تفسیر

نو کله مې چې د هغه پېدایښت برابر کړ، او شکل مې ورجوړ کړ او له خپل روح څخه مې پکې پوکی وکړ، نو تاسو ورته په سجده شئ.