وَكَذَّبَ ٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِهِمۡ وَمَا بَلَغُواْ مِعۡشَارَ مَآ ءَاتَيۡنَٰهُمۡ فَكَذَّبُواْ رُسُلِيۖ فَكَيۡفَ كَانَ نَكِيرِ ٤٥
34-45 او هغو كسانو تكذیب كړى و، چې له دوى نه مخكې وو، حال دا چې دوى (د مكې كافران) نه دي رسېدلي لسمې برخې ته د هغه (قوت او قدرت) چې ما هغوى (مخكينو كافرانو) ته وركړى و، نو هغوى زمونږ د رسولانو تكذيب وكړ، بيا نو زما انكار څنګه و
تفسیر
او مخکېنيو امتونو لکه عاد، ثمود او د لوط قوم تکذيب وکړ او ستا له قومه مشرکان د مخکېنيو امتونو لسمې برخې ځواک، پياوړتيا، مال او شمېر ته نه دي رسېدلي، نو له هغوی هر يو يې خپل رسول درواغجن وګڼلو، نو هغوی ته ورکړل شوی مال، ځواک او شمېر هيڅ ګټه ونه رسوله، چې زما عذاب پرې راغی، نو اې رسوله وګوره چې پر هغوی زما انکار او هغوی لره زما عذاب څنګه و؟