سورت سبإ، آیت 12

34:12

وَلِسُلَيۡمَٰنَ ٱلرِّيحَ غُدُوُّهَا شَهۡرٞ وَرَوَاحُهَا شَهۡرٞۖ وَأَسَلۡنَا لَهُۥ عَيۡنَ ٱلۡقِطۡرِۖ وَمِنَ ٱلۡجِنِّ مَن يَعۡمَلُ بَيۡنَ يَدَيۡهِ بِإِذۡنِ رَبِّهِۦۖ وَمَن يَزِغۡ مِنۡهُمۡ عَنۡ أَمۡرِنَا نُذِقۡهُ مِنۡ عَذَابِ ٱلسَّعِيرِ ١٢

34-12 او د سلیمان لپاره مو هوا (مسخر كړې وه) چې د هغې د ورځې د اولې حصې مزل یوه میاشت (لاره) وه او د هغې د ورځې د اخري حصې مزل (هم) یوه میاشت (لاره) وه او د ده لپاره مونږ د ویلې كړى شوې تانبې چینه وبهوله او (مسخر كړي مو وو) له پېرانو نه هغه څوك چې د ده په مخ كې به يې د ده د رب په حكم سره كار كاوه (ورته ویل شوي وو چې) په دوى كې چې هر چا زمونږ له حكم نه سركشي وكړه (، نو) مونږ به په هغه د لمبې وهونكي اور د عذاب نه وڅَكوو

تفسیر

د داود زوی سليمان عليهما السلام ته مو باد داسې تابع کړی و چې له سهاره به يې د يوې مياشتې په اندازه مزل کولو او د ماښامه به يې د يوې مياشتې په اندازه مزل کولو، او د تانبې چينه مو ورته بیولې وه ترڅو له تانبې هغه څه جوړ کړي چې غواړي يې، او له پيريانو مو داسې ورته تابع کړي وو چې د هغه د پالونکي په امر به يې د هغه په وړاندې کار کولو، او له پيریانو چې کوم يو سرغړونه وکړي له هغه کاره چې موږ ورته امر کړی، د لمبه وهونکي اور سزا به وروڅکو.