سورت محمد، آیت 34

47:34

إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ وَصَدُّواْ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ ثُمَّ مَاتُواْ وَهُمۡ كُفَّارٞ فَلَن يَغۡفِرَ ٱللَّهُ لَهُمۡ ٣٤

47-34 بېشكه هغه كسان چې كافران شوي دي او د الله له لارې نه منع كېږي، بیا دوى په داسې حال كې مړه شي چې كافران دي، نو الله به دوى ته له سره بخښنه ونه كړي

تفسیر

پرته له شکه هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی، خپل ځانونه او نور يې د الله له دينه ګرځولي، بيا له توبې مخکې پر خپل کفر مړه شوي دي، هيڅکله به الله هغویته تر ګناهونو په پټولو یي ور تېر نه شي، بلکې هغوی به پرې ونيسي، او د تل لپاره به يې اور ته ننباسي.