سورت مريم، آیت 96

19:96

إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ سَيَجۡعَلُ لَهُمُ ٱلرَّحۡمَٰنُ وُدّٗا ٩٦

19-96 بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي ژر به رحمٰن د دوى لپاره (د خلقو په زړونو كې) مینه (او محبت) پیدا كړي

تفسیر

یقینا هغه کسان چې په الله تعالی يې ایمان راوړی او عملونه یې کړي نیک عملونه هغه چې د الله تعالی خوښ دي، زر دی چې الله تعالی به دوی لره مینه پیداکړي داسې چې پخپله به ورسره هم مینه کوي، او خپلو بندګانو ته به یې هم ګران کړي.