وَإِذۡ تَأَذَّنَ رَبُّكُمۡ لَئِن شَكَرۡتُمۡ لَأَزِيدَنَّكُمۡۖ وَلَئِن كَفَرۡتُمۡ إِنَّ عَذَابِي لَشَدِيدٞ ٧
14-7 او كله چې ستاسو رب اعلان وكړ چې قسم دى كه تاسو شكر وباسئ (،نو) زه به خامخا هرومرو تاسو ته (په نعمتونو كې) اضافه وكړم او قسم دى كه تاسو ناشكري وكړئ، نو بېشكه زما عذاب خامخا ډېر سخت دى
تفسیر
موسی هغوی ته وويل: در په ياد کړئ هغه وخت چې پالونکي مو څرګند اعلان درته وکړ: که چېرې مو د الله شکر واېستئ پر هغه څه چې له يادوشوو نعمتونو يې کوم درباندې کړي دي، هرومرو به له هغو خپله لورېينه او پېرزوينه پرتاسو زياته کړي، که چېرې مو نټه وکړه پرتاسو د هغه له نعمتونو څخه او شکر مو ونه اېستئ، بېشکه د هغه سزا سخته ده د هغه چا لپاره چې له نعتمتونو يې نټه کوي او شکر يې نه باسي.