وَأَنِ ٱسۡتَغۡفِرُواْ رَبَّكُمۡ ثُمَّ تُوبُوٓاْ إِلَيۡهِ يُمَتِّعۡكُم مَّتَٰعًا حَسَنًا إِلَىٰٓ أَجَلٖ مُّسَمّٗى وَيُؤۡتِ كُلَّ ذِي فَضۡلٖ فَضۡلَهُۥۖ وَإِن تَوَلَّوۡاْ فَإِنِّيٓ أَخَافُ عَلَيۡكُمۡ عَذَابَ يَوۡمٖ كَبِيرٍ ٣
11-3 او دا چې تاسو له خپل رب نه مغفرت وغواړئ، بیا هغه ته توبه وباسئ (، نو) هغه به تاسو ته د یوې مقررې نېټې پورې ډېره ښكلې فايده دركړي او هر فضل والا ته به د هغه فضل وركړي او كه چېرې تاسو وګرځېدئ، نو بېشكه زه پر تاسو باندې د ډېرې سترې ورځې د عذاب وېره لرم
تفسیر
ای خلکو د خپلو ګناهونو لپاره مو له پالونکي بخښنه وغواړئ او د هغه پر وړاندې چې څه در څخه پاتې دي په پښېمانۍ هغه ته ور وګرځئ، د دنيا په ژوند کې به مو ستاسو لپاره د ټاکل شوو نېټو د رسېدو تر وخته ښه ګټه در کړي. او هر هغه چاته چې په پيروۍ او عمل کې غوروالی لري د هغه د غوروالي بشپړ پرته له کموالي بدله ورکوي، که چېرې تاسو پر هغه څه چې زه د خپل پالونکي لخوا ورسره راغلی يم له ايمان راوړلو مخ واړوئ؛ نو زه پر تاسو د سختو حالاتو له ورځې ډارېږم چې هغه د قيامت ورځ ده.