سورت هود، آیت 117

11:117

وَمَا كَانَ رَبُّكَ لِيُهۡلِكَ ٱلۡقُرَىٰ بِظُلۡمٖ وَأَهۡلُهَا مُصۡلِحُونَ ١١٧

11-117 او ستا رب له سره داسې نه دى چې كلي په ظلم سره (ناحقه) هلاك كړي، په دې حال كې چې د هغو اوسېدونكي اصلاح كوونكي (مومنان) وي

تفسیر

او ای رسوله! ستا پالونکی داسې ندی چې له کليو څخه کوم داسې کلی تباه کړي چې خلک يې په ځمکه کې اصلاح کوونکي وي، بېشکه هغه څوک تباه کوي چې د کفر، ظلم او ګناهونو له امله وران کاري وي.