سورت غافر، آیت 7

40:7

ٱلَّذِينَ يَحۡمِلُونَ ٱلۡعَرۡشَ وَمَنۡ حَوۡلَهُۥ يُسَبِّحُونَ بِحَمۡدِ رَبِّهِمۡ وَيُؤۡمِنُونَ بِهِۦ وَيَسۡتَغۡفِرُونَ لِلَّذِينَ ءَامَنُواْۖ رَبَّنَا وَسِعۡتَ كُلَّ شَيۡءٖ رَّحۡمَةٗ وَعِلۡمٗا فَٱغۡفِرۡ لِلَّذِينَ تَابُواْ وَٱتَّبَعُواْ سَبِيلَكَ وَقِهِمۡ عَذَابَ ٱلۡجَحِيمِ ٧

40-7 (له ملايكو څخه) هغه كسان چې عرش اوچتوي او هغه (ملايك) چې د دغه (عرش) ګېر چاپېره دي، دوى د خپل رب د ستاينې سره تسبیح وايي او په ده ایمان لري او د هغو كسانو لپاره مغفرت غواړي چې ایمان يې راوړى دى (او وايي:) اى زمونږه ربه! ته د رحمت په لحاظ سره هر شي ته رسېدلى يې، نو ته هغو كسانو ته بخښنه وكړې چې توبه يې ايستلې ده او ستا د لارې پیروي يې كړې ده او ته دوى د دوزخ له عذاب نه وساته

تفسیر

ای رسوله! هغه پرېښتې چې ستا د پالونکي عرش يې پورته کړی او کومې چې ترې چاپېره دي، هغوی يې د پالونکي پاکي بيانوي له هغه څه چې وړ يې نه دی، او پر هغه باور لري، او د هغو خلکو لپاره بښنه غواړي چې پر الله يې ايمان راوړی، چې په خپله دعا کې داسې وايي: ای زموږ پالونکيه! ستا پوهه او لورېينه هرڅه ته پراخه ده، هغو خلکو ته بښنه وکړه چې له خپلو ګناهونو يې توبه کړې ده او ستا د دين پيروي يې کړې او له اوره يې وساته چې ور ونه رسيږي.