سورت غافر، آیت 42

40:42

تَدۡعُونَنِي لِأَكۡفُرَ بِٱللَّهِ وَأُشۡرِكَ بِهِۦ مَا لَيۡسَ لِي بِهِۦ عِلۡمٞ وَأَنَا۠ أَدۡعُوكُمۡ إِلَى ٱلۡعَزِيزِ ٱلۡغَفَّٰرِ ٤٢

40-42 تاسو ما رابلئ د دې لپاره چې زه په الله سره كافر شم او له هغه سره هغه شى شریك كړم چې ما ته د دغه (شي په اله كېدو) هېڅ علم نشته، حال دا چې زه تاسو ډېر غالب، ډېر مغفرت كوونكي (الله) ته رابولم

تفسیر

تاسو مې خپل باطل ته ور بولئ په دې هيله چې پر الله کفر وکړم او په عبادت کې ورسره بل څوک یو ځای کړم چې ما لره يې د الله سره په عبادت کې يوځای کولو صحت باندې هيڅ علم نشته او زه مو پر داسې برلاسي الله ايمان راوړلو ته رابولم چې هيڅوک نه شي پرې برلاسي کېدلای، بښونکی دی د خپلو بندګانو لپاره د لويې بښنې والا دی.