وَقَالَ مُوسَىٰٓ إِنِّي عُذۡتُ بِرَبِّي وَرَبِّكُم مِّن كُلِّ مُتَكَبِّرٖ لَّا يُؤۡمِنُ بِيَوۡمِ ٱلۡحِسَابِ ٢٧
40-27 او موسٰى وویل چې بېشكه ما د خپل رب او ستاسو د رب پناه نیولې ده له هر تكبر كوونكي نه، چې د حساب په ورځې ایمان نه لري
تفسیر
او موسی عليه السلام چې کله د فرعون په ګوت څنډنه پوه شو ويې ويل: ما خپل پالونکي او ستاسو پالونکي ته له هر هغه لويي کوونکي پناه وړې چې له حق او پر هغه د ايمان راوړلو څخه لويي کوي، چې د قيامت پر ورځ او په هغو کې د حساب او سزا په اړه باور نه لري.